بلخ ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوي په تړاو ناسته وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۱:۳۳
بلخ

۱۴۴۶/۶/۶

د کور او ښار جوړولو له وزارت تللي هیئت په بلخ ولایت کې د ولایت د محترم مقام له رهبري او د دغه ولایت د ښاروالۍ له محترمو استازو سره ناسته وکړه او د ښاري سرغړونو پېژندلو او مخنیوي په تړاو یې خبرې وکړې.

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تللي هیئت د ښاروالۍ له استازو سره په کاري استقامت د ښاروالۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست ترمنځ د چارو په تفکیک، همغږۍ او لا زیاتې همکارۍ خبرې وکړې.

موخه دا ده چې ژر تر ژره په ښارونو کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشي او یوه منظمه ښاري پراختیا رامنځته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو محترمو ښاروالیو او درنو هېوادوالو غواړي چې په ټولو برخو کې ښاري پلانونه په پام کې ونیسي، د ښاري سرغړونو مخنیوی وکړي او له سرغړونو ډډه وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۸
Background image

په هرات کې د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

په اسعد‌ اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي،  د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د اسعد‌آباد ښار د چنار ډبې په سیمه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د لیلې د شپږو استوګنیزو بلاکونو له رغنیزو چارو. . .

BACK TO NEWS