برای تثبیت ملکیت زمین دارالعپروان ولایت کې د دارالعلوم او عیدګاه مسجد د ځمکې ملکیت د تثبیت په موخه ناسته وشوهلوم و مسجد عیدگاه ولایت پروان جلسه دایر شد

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۲:۸
انځور

۱۴۴۵/۰۶/۰۳
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د پروان ولایت محترم والي مولوي عبدالعلي امیني، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم مرستیال مولوي سخاء الله سعید، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت محترم مرستیال مولوي محمد عارف او د یادو ارګانونو د نورو اړوندو استازو په شتون کې ناسته وشوه.
دغه ناسته د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د (۲۹۹) ګڼې حکم مؤرخ۱۴۴۵/۰۱/۰۲ د پلي کېدا پر بنسټ ترسره شوه، چې موخه یې په پروان ولایت کې د یو دارالعلوم او عیدګاه مسجد شریف د ځمکې مالکیت ثابتول و.
په ناسته کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د پوهنې وزارت له لوري د اسنادو او سوابقو په اړه خبرې وشوې او د هر لوري دلایل واورېدل شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، لارښوونه وکړه، چې لومړی دې د کور او ښار جوړولو وزارت او د پروان ولایت ښاروالۍ ګډ تخنیکي او مسلکي ټیم ساحه له نږدې وګوري، سکېچ او کروکي دې وکړي او د شته وضعیت په اړه دې بشپړ راپور چمتو کړي.
ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، له هر اړخیزو معلوماتو وروسته به بشپړ راپور د ا.ا.ا عالیقدر مشرتابه مقام ته د وروستۍ پرېکړې په موخه واستوي.
_______
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh 
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126# 
 YouTube channel:
https://www.youtube.com/ 
Tel:
https://t.me/mudh_af
Web:
https://mudh.gov.af/dr
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت