بدخشان کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوي ګمارل شوي کارکونکي معرفي شول

۱۴۴۵/۵/۱۴
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو هغه لس نوي کارکونکي چې د ازادې سیالۍ له لارې بریالي شوي وو، خپلو نورو کار کوونکو ته رسماً ور وپېزندل او په چارو یې پیل وکړ.
د بدخشان د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي ولی الله الهي نوي ګمارل شویو کارکونکو ته توصیه وکړه، چې ورسپارل شوې دندې په پوره ایماندارۍ او امانت دارۍ تر سره کړي او د خپل امر اطاعت وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د ا.ا.ا پالیسي او نبوي سنت عملي کول لازمي خبره ده او له ټولو هغه کړنو دې ډډه وشي چې د ا.ا.ا د اصولو خلاف او سرغړونه وي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې د مرکز او دویمو واحدونو لپاره وړ او مسلکي کسان د ازادې سیالۍ له لارې په استخدام او په دندو وګماري.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.