بدخشان کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولایت د داریم ولسوالۍ په هام چیان کلي کې د بي بي عایشې صدیقې ښوونځي رغنیزې چارې ۴۵ سلنه او په راغستان ولسوالۍ کې د خم شاهان ښوونځي رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې کړې دي.
د بي بي عایشې صدیقې ښوونځی په ۶۱۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۷ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت او د خم شاهان ښوونځی په ۶۲۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۶ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د ټولګټو او ملي پروژو په تطبیق سره د ښاریانو او لرې پرتو سیمو خلکو په ټولنیز ژوند کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
###