بدخشان کې د دوه تحصیلي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۷:۵۰
بدخشان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان پوهنتون کتابتون ودانۍ رغنیزې چارې ۶۱ سلنه او د فیض اباد ښار د شپږمې ناحیې په دشت شهدا سیمه کې د بدخشان د ښوونې او روزنې پوهنتون ودانۍ رغنیزې چارې ۶۲ سلنه بشپړې کړي دي.

د بدخشان پوهنتون د کتابتون ودانۍ په ۶۴۵ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالیې وزارت له پراختیايي بودیجې او همداراز د بدخشان د ښوونې او رزونې پوهنتون ودانۍ په ۴۰۶ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د ویلو ده چې ښارجوړولو او ځمکو وزارت د افغانستان په وده او ابادۍ کې د لوړو زده کړو وزارت ارزښت ته په کتو د دې بنسټ رغنیزو پروژو ته لومړیتوب ورکوي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د منظورۍ او د کابل ښار د منظمې پراختیا د ستراتیژۍ له مخې، د کابل ښار د سپینو ساحو له ډلې د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع تخنیکي او ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په سمنګان ولايت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د سمنګان ولايت د تخنیکي او مسلکي ټيم لخوا د دې ولایت د اطلاعاتو اوکلتور رياست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه،

دا مهال د مسجد شریف د پایوو کانکريټ اچونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

په زرنج ښار کې د ښاري پلانونو او سړکونو د ساحو سروي او ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د ښاري پراختيا د ستراتیژیک پلان له مخې او د وزارت د کلني پلان اهدافو د تحقق په موخه، د نیمروز ولايت د کور او ښار جوړولو ریاست، د ښاروالۍ د رياست په بشپړه همکارۍ، د ښار اړوند. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت