په ننګرهار کې څه باندې ۴۵۹ زره جریبه دولتي ځکمه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۲۸
ننګرهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې پلي  کېدو پر مهال د ننګرهار ولایت اړوندو سېمو  په ۲۷۸ قطعو کې ۴۵۹۴۶۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۴۴۴۶۱۹ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۱۴۸۴۸ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو  ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت