په کابل ښار کې د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي بهیر دوام لري
۱۴۴۸/۵/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیقیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د خیرخانې لومړۍ حصې په ګولایي سیمه کې، د مسجد کویټي په شاوخوا کوڅو کې د جوړېدونکو ودانیو د څارنې او ارزونې بهیر ترسره کړ.
د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې وکتل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حریم د نقض احتمالي نښې پکې موجودې وې؛ په ځانګړي ډول د غیرقانوني کړکیو جوړول
. همدارنګه، له هغو ودانیو د مالکانو وغوښتل شول چې د خپلو پروژو رسمي اسناد، جوازونه او اړوند مدارک یې نه وو وړاندې کړي، څو یاد اسناد د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست ته وسپاري او تر دقیقې ارزونې وروسته، د سرغړونې د تثبیت په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
د دې څارنو موخه د ودانیو د جوړولو پر مهال د ښاري پلانونو رعایت، د بې حده تراکم مخنیوی، د ښاري نظم ساتنه، د ګاونډیانو د شخصي حریم او حقونو خوندي کول او د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول دي.
د یاد ریاست د کاري پلان له مخې، دا نظارتي بهیر به د کابل ښار په ټولو ناحیو کې په دوامدار او هدفمند ډول روان وي او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به د نافذه قوانینو مطابق لازم اقدامات ترسره شي.
