په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو
۱۴۴۸/۵/۱۰
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د ودانۍ د رینګ بیم د سیخ تړلو او قالب تړلو چارې وڅارل شوې، یادې چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي اسنادو مطابق په منظم ډول روانې دي. تر دې وړاندې هم د ودانۍ د تهدابونو او سنګ کارۍ له چارو څخه نظارت ترسره شوی و.
د پروژې ساحوي انجینر او د ساختماني شرکت مسؤلینو ته په شفاهي او لیکلي ډول لازمې سپارښتنې وشوې، څو ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، تخنیکي اسنادو او کاري پلان مطابق پر مخ یوسي او د پروژې د بشپړېدو په بهیر کې له ځنډ څخه مخنیوی وکړي.
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژې د پاتې چارو د څارنې د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د ساختماني فعالیتونو بهیر به په دوامداره توګه ارزول کېږي او د نظارت پایلې به د کور او ښار جوړولو وزارت له اړوند مقام سره شریکېږي.
