په سرپل پوهنتون کې د ساختماني پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۴/۲۰
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د سرپل پوهنتون د سړکونو د کانکریټ اچونې او د انګړ د کیندنې، ډکولو او هوارولو له چارو څخه تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د ارزونې پر مهال د پوهنتون د انګړ په ځینو برخو کې نرمه او نامناسبه خاوره او د څلورو تر پنځو مترو پورې ژورې کندې تشخیص شوې، چې د سمې ډکونې او ټینګښت په اړه د پروژې پلي کوونکي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې.
همدارنګه، د ساحې د ډکولو چارې د ۱۵ تر ۲۰ سانتي مترو په ضخامت د طبقو په ډول د اوبه کولو او مناسب ټینګښت له لارې د ترسره کولو سپارښتنه وشوه او د نامناسب لنگر د بدلولو لارښوونه هم وشوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم ټینګار کړی چې د پروژې راتلونکي پړاوونه دې د دوامدار تخنیکي نظارت او کیفیت کنټرول لاندې، د ټاکل شوو معیارونو له مخې ترسره شي.
