د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۸
د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او تخنیکي څارنه وکړه.
د یاد ټیم د راپور له مخې، د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ په پروژه کې د ساحې د کیندنې چارې روانې وې، چې د شپې له خوا ترسره کېږي.
دوی، قراردادي شرکت ته سپارښتنه کړې، چې د لابراتواري ازموینو لپاره لازم اسناد وړاندې کړي، د خوندیتوب اصول مراعات کړي او چارې د منظور شویو معیارونو له مخې پرمخ یوسي.
دغه راز، په یو بل اقدام کې یې، د یوې ودانیزې پروژې په تړاو اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه کړې، چې د جغل د فرش کولو لپاره چمتووالی ونیسي.
د یاد ریاست اړوند ټیم پر دې سربېره، د (۲۸ MPa ) کانکرېټ د طرحې ازموینه هم څارلې ده.
