د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د میوو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۸
د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د میوو مارکېټ د ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
یاده پروژه چې د میوو مارکېټ د جوړولو په موخه روانه ده، د څارنې پر مهال یې د رېنګونو قالب تړل، سیخ تړل او کانکریټ اچونې چارې له نږدې وڅارل شوې.
د څارنې په جریان کې د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې، څو ټول دانیز کارونه د منظور شوې نقشې، د کار د احجامو د براورد، تدارکاتي شرطپاڼې او د انجینري نورمونو سره سم ترسره شي.
همدارنګه د تخنیکي ټیم له لوري د پروژې د کیفیت د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه یو شمېر تخنیکي سپارښتنې هم وړاندې شوې.
د ودانیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کار د کیفیت د لوړولو او د معیاري تطبیق د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.
