د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ اچونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار د محترم عمومي ریاست په لارښوونه ترسره شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې په چوکاټ کې دا مهال د سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ اچونې چارې روانې دي، چې د کار په جریان کې د کارول کېدونکي کانکریټ د کیفیت د ارزونې په موخه لازم تخنیکي ټسټونه هم ترسره شول.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې چارې د تخنیکي اصولو مطابق پر مخ روانې دي، خو د کیفیت د لا تضمین په موخه قراردادي شرکت ته لازم هدایتونه ورکړل شول، څو ټولې چارې د منظور شوو مشخصاتو او معیاري اصولو په رڼا کې تطبیق کړي.
د ارزونې پر بنسټ، ټینګار وشو چې د ساختماني موادو کیفیت، د کار د تطبیق طریقه او تخنیکي معیارونه باید په جدي ډول مراعات شي، څو د پروژې پایښت او اغېزمنتیا تضمین شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې د ټولو پروژو تطبیق باید د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو او منظور شوو نقشو مطابق ترسره شي.
