د کابل ولایت د چهل دختران ښارګوټي تفصیلي پلان او یو شمېر ودانیزې نقشې وڅېړل شوې
۱۴۴۷/۰۸/۰۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نقشو د ویزې کمېسیون، د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د چهل دختران ښارګوټي تفصیلي پلان او یو شمېر ودانیزې نقشې وڅېړلې.
د چهل دختران د ساحې تفصیلي پلان د کابل ښاروالۍ له لوري طرح او ترتیب شوی او د ویزې اخیستو په موخه د ښارسازۍ او مسکن وزارت ته سپارل شوی دی.
همدارنګه، یو شمېر ودانیزې نقشې لکه د پکتیا ولایت د ډنډپټان ګمرک ودانۍ نقشه، د مور او ماشوم یو روغتون او د بلخ ولایت د حیرتان ګمرک د سیوري (سایبان) نقشه هم و ارزول شوې، چې له ډلې یې ځینې نقشې تائید شوې.
د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، هغه ښاري پلانونه چې د ښاروالیو او یا نورو ادارو له لوري طرح او ترتیب کېږي، باید ژر تر ژره وڅېړل شي او که تخنیکي نیمګړتیا ونه لري، په عاجل ډول ویزه شي.
د کمېسیون غړو د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د ودانیزو نقشو د تائید پر مهال باید د اصولو له مخې د ودانۍ د موقعیت ټاکنه شوې وي او ټول تخنیکي موارد په دقیقه توګه په پام کې نیول شوي وي.
په دې غونډه کې د تېرو لسیزو ښاري پلانونو، لکه د سردار محمد داود خان د دورې او تر هغې وړاندې د نقشو په اړه هم بحث وشو او وویل شول چې د دغو نقشو ساتنه او خوندي کول ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
