په سره میاشت ښار ګوټي کې د ښاري سرغړونو کنټرول او ارزونې تر سره شوې
۱۴۴۷/۷/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست مسلکي ټیم د سرې میاشتې ښار ګوټي څخه څارنه وکړه.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وایي، یاد نظارت د وزارت د مقام د هدایتونو پر بنسټ تر سره شو، چې موخه یې د ښاري اصولو، قوانینو او نافذه مقرراتو د تطبیق ارزونه وه، د نظارت پر مهال په یو شمېر ودانیو کې ودانیزې چارې روانې وې، چې د اړوندې امنیتي حوزې په همکارۍ د یادو کارونو مخه ونیول شوه.
د نوموړي په خبره، د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ ریاست له لوري د یادو ودانیو مالکینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو د کور او ښار جوړولو وزارت قوانینو او احکامو ته درناوی وکړي او د خپلو ودانیزو چارو د قانوني کولو بهیر د نافذه طرزالعملونو سره سم پیل کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم د ټینګښت، د ناقانونه ساختماني چارو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه د دوامدارو څارنو پر دوام ټینګار کوي.
