په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه او د روانو رغنیزو پروژو تخنیکي څارنه ترسره کړه.
ښاغلي رئیس وویل، یاده څارنه د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ، پشتون زرغون ولسوالۍ او د هرات ښار د دوهمې ناحیې په ساحو کې ترسره شوه. چې د زیارت کنج جهان، عیدګاه مسجد، د سلطان زید زیارت او همدارنګه د هرات جامع مسجد شریف اړوند پروژې و ارزولې.
د څارنې پر مهال د ګذره ولسوالۍ د سیوشان کلي زیارت کنج جهان د زیانونو ارزونه وشوه، چې د ځایي اوسېدونکو د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۰۷۰ کلن تاریخ لري.
په دې ابدې کې د ځمکې لاندې حوض، د چت او دیوالونو تخریب شوې پلاسترکارۍ، د داخلي دروازې ګچ کاري، د باران د اوبو د نفوذ له امله د ایوان د رنګ او کتیبو زیانونه، او د تېرو جګړو نښې ثبت شوې.
همدارنګه د پشتون زرغون ولسوالۍ د سلطان زید کلي د عیدګاه مسجد او د سلطان زید زیارت وضعیت و ارزول شو، چې پکې د خټو او ګچکارۍ تخریب، د خلکو لخوا محلي ترمیمات، د چتونو ایزوګام، او د بیا رغونې اړتیاوې تشخیص شوې.
د څارنې په دوام، د هرات جامع مسجد ديلې لارو د تیږو د لګولو پروژه وارزول شوه، چې د کار ډېره برخه بشپړه شوې او د نهالکینولو، چمنکارۍ او کاشي کارۍ چارې نږدې بشپړې شوې دي.
هرات ولایت د افغانستان له مهمو تاریخي او فرهنګي مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې لسګونه تاریخي آبدې پکې شتون لري. د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست د دې آثارو د خوندیتوب، مرمت او ساتنې په موخه په دوامداره ډول تخنیکي څارنه، د زیانونو پېژندنه او د ترمیم پروژې پر مخ وړي، تر څو تاریخي میراثونه د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.
