د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه
۱۴۴۷/۶/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، په لارښوونه، د کابل ولایت په دهسبز ولسوالۍ کې د پیروزي ښارګوټي د پروژې د کار د پرمختګ له بهیر څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ، د املاکو او اسکان د انسجام ریاست وارسي کوونکی، د دفتر آمر، او یو شمېر انجنیرانو د مسکن د محترم مرستیال ملتیا کوله، چې په ترڅ کې یې د یاد ښارګوټي د استوګنیزو پروژو د تطبیق بهیر تر هر اړخیزې څېړنې لاندې ونیول شو.
د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال د دې لیدنې پر مهال له نږدې د بنسټیزو تاسیساتو د پرمختګ، شنو ساحو، کوڅو، د انګړ لرونکو استوګنیزو نمرو، د برېښنا سیستم او د ښارګوټي د نورو برخو ارزونه وکړه او د بیخ بنا د لا ښه کیفیت په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.
محترم صابر همدارنګه له اړوندو مسؤلینو وغوښتل چې شته ستونزې حل کړي، تر څو دا پروژه د ټاکل شوو معیارونو له مخې بشپړه او د هېواد د خدمت لپاره چمتو شي.
په دې ښارګوټي کې سړکونه، شنې ساحې، لوړې ودانۍ، د انګړ لرونکي استوګنیز نمرې او د استوګنې بلاکونه، دیني او مذهبي ځایونه، او همدارنګه د صنعتي، خدماتي، تعلیمي او تحصیلي ساحو په پام کې نیولو سره، په څو پړاوونو کې طرحه او پلان شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې استوګنیزې پروژې او ښارګوټي د معیاري، باکیفیته او د هېوادوالو لپاره د مناسب ژوند د برابرولو په موخه د استفادې لپاره چمتو کړي.
