د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي زاهد وویل، د دې ودانۍ چارې ۸۸ سلنه بشپړه شوې او پاتې ۱۲ سلنه چارې به هم ډېر ژر پای ته ورسېږي.
د نوموړي په خبره، د یادې ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه د انجینرۍ ټیم پرله پسې تخنیکي نظارت کوي، ترڅو ټول کارونه د نقشې او تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي.