په هلمند ولایت کې د یو روغتیایي کلینیک چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۶/۷
په هلمند ولایت کې د روغتیايي کلینیک ودانیزې چارې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو لخوا و څارل شوې.
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي شمس الله ناظم وایي، د عامې روغتیا ریاست اړوند د یو باب روغتیایي کلینیک ودانیزې چارې روانې وې چې له چارو یې څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي ناظم وویل، د دې کلینیک د دروازو، کړکیو او د هندارو د نصب چارې روانې وې چې چارې و څارل شوې او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق تر سره شي.