کندز ولایت کې هم د تدریس شوو دیني درسونو ازموینه واخیستل شوه

کندز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد رمضان کلیم وایي، د دغه ریاست کار کوونکو ته د تدریس شوو دیني درسونو لیکنیزه ازموینه واخیستل شوه.
نوموړی وایي، په کندز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند امام او مدرس مولوي خیر محمد خیرخواه له لوري د دعوت او ارشاد محترم ریاست د نصاب مطابق د اونۍ په اوږدو کې تدریس کېږي.
ښاغلی مولوي محمد رمضان کلیم وایي، دا ازموینه ډېره رڼه او په ارامه فضا کې ترسره شوه چې پایلې به یې وروسته شریکې شي.