د فراه ولایت په شپږمه ناحیه کې د کرجي پل د جوړولو له پروژې څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۰۵/۳۰
د فراه ولایت د ښار کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په شپږمه ناحیه کې د کرجي کلي د پل د جوړولو له پروژې څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د یاد پل د استنادي دیوالونو د ډبرو د لګولو چارې روانې دي او د پروژې ټولیز فزیکي پرمختګ شاوخوا ۲۰ سلنې ته رسېږي.
د څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه، چې د پروژې ټولې چارې د انجنیري معیارونو، اصولو، منظور شوې نقشې او تخنیکي مشخصاتو سره سمې ترسره کړي.
دا پروژه د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مالي مرسته، د فراه ولایت د ښاروالۍ په همغږۍ او د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي او کرجي کلي د اوسېدونکو د تګ راتګ د اسانتیاوو برابرولو په موخه په اساسي ډول جوړېږي.
