په ارزګان کې د مساجدو له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۲
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د خانقې جامع جومات له روانو ودانیزو چارو څخه د تخنیکي څارنه وکړه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د ارزګان ولایت د ۱۲ محراب جامع مساجدو د ودانیزو چارو د څارنې په لړ کې، د خانقې جامع جومات روانې چارې له نږدې وکتل شوې.
د څارنې پر مهال د ودانیزو چارو د پرمختګ څرنګوالی، د کار کیفیت او د ترسره کېدونکو فعالیتونو عمومي بهیر وڅارل شو او د چارو د لا ښه ترسره کېدو او ټاکل شویو تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه اړوندو کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د خانقې جامع جومات ودانیزې چارې تر دې دمه په منظم ډول روانې دي او د چارو د کیفیت او تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه به د یادې پروژې له بهیر څخه تخنیکي څارنه دوام ولري.
