په نوي کابل ښار کې د بېلابېلو ساحو له ښاري او ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغونو د مخینوي د عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د تخنیکي ټیمونو، د منظمې او دوامدارې څارنې د پروګرام په چوکاټ کې، د نوي کابل ښار له بېلابېلو ساحو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.
د دغې څارنې موخه په نوي کابل ښار کې د ښاري پلانونو د پلي کېدو وضعیت ارزول، د ودانیزو فعالیتونو هر اړخیزه کتنه او له خپلسرو او له منظور شوو پلانونو سره د مخالفو ودانیزو چارو څخه مخنیوی و.
د ساحوي څارنې پر مهال په نوي کابل ښار کې هغه ودانیز فعالیتونه چې له لازمې اجازې او د کور او ښار جوړولو وزارت له ویزې پرته او یا له منظور شوي پلان سره په مخالفت کې ترسره کېدل، تثبیت او ودرول شول.
په نوي کابل ښار کې د استوګنیزو ښارګوټو او نورو ساحو د څارنې او ارزونې لړۍ د ټاکل شوي کاري پلان له مخې په پرله پسې ډول دوام لري او د یاد ښار نورې ساحې به هم د منظم پلان له مخې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شي.
د دغو څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو د دقیق پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول، له غیرمعیاري تراکم څخه مخنیوی، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول، د تفصیلي پلانونو ساتنه او د منظم ښاري مدیریت او پراختیا بهیر پیاوړی کول دي.
