د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول
۱۴۴۷/۰۸/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د منظورۍ او د کابل ښار د منظمې پراختیا د ستراتیژۍ له مخې، د کابل ښار د سپینو ساحو له ډلې د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع تخنیکي او ښاري مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.
یاد مطالعات د ښاري مطالعاتو ریاست تر مستقیم نظارت لاندې د مسلکي تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره شول، چې په ترڅ کې یې د رحمن مېنې د تپې شاوخوا ۸۱٫۴۳ جریبه مساحت لرونکې ساحه د ساحوي سروې، دقیقو تخنیکي اندازه ګیریو او علمي معیارونو پر بنسټ له فزیکي، تخنیکي او میداني اړخه په هر اړخیز ډول وارزول شوه.
د ترسره شوو مطالعاتو پایلې ښيي چې د رحمن مېنې د تپې ساحه د منظمې، معیاري او دوامدارې ښاري پراختیا لپاره د پام وړ ظرفیت لري. یاده ساحه د جغرافیایي موقعیت له پلوه له اصلي ښاري سړکونو او مهمو مسیرونو سره مناسب اتصال لري، چې دا چاره د ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرېدو او د ښاري پراختیا د لګښتونو د کمېدو لامل ګرځي.
د کابل د ښاري ډیزاین چوکاټ له مخې، د رحمن مېنې د تپې ساحه د مختلط کاربری (استوګنیز، تجارتي او خدماتي) لپاره تعریف شوې او د لوړو ودانیو د جوړولو وړتیا لري، چې کولای شي د کابل ښار د استوګنځای اړتیاوو د پوره کولو او د نفوسي فشار د کمولو په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
په راپور کې دا هم راغلي چې که څه هم دا مهال په یاده ساحه کې یو شمېر غیرمنظم جوړښتونه او بنسټیزې ننګونې شتون لري، خو دغه ستونزې د معیاري ښاري پلان جوړونې، د زیربنايي شبکو د پراختیا او د چاپېریال ساتنې د اصولو د پلي کولو له لارې د حل وړ دي.
په پای کې، دا جامع مطالعات د یو رسمي، علمي او معتبر سند په توګه د اړوندو ادارو لپاره د پرېکړه نیولو قوي بنسټ برابروي او د کابل ښار د متوازن، دوامدار او پلانمحوره پراختیا په لور یو مهم او عملي ګام بلل کېږي.
