په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۷/۲۹
د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.
د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال د کانال د کرسي برخې د سنګکارۍ چارې روانې دي، چې د کار د کيفيت د ښه والي په موخه تطبیق کوونکي شرکت ته اړينې لارښوونې ورکړل شوې.
همدارنګه، د کانال په مسیر کې د پلچک د خط اچونې چارې هم ترسره شوې دي. د نظارت د پايلو له مخې، د ښار دننه د سړکونو د قیراوچونې چارې د منظور شوو احجامو مطابق بشپړې شوې دي او د موجودو امکاناتو په رڼا کې يادې چارې په نورمال ډول تر سره او بشپړې شوې دي.
يادې چارې د ښاري زيربناوو د ساتنې، د سيلابونو د مخنیوي او د ښاري تګ راتګ د اسانتياوو د ښه والي په موخه تر منظم تخنيکي نظارت لاندې ترسره کېږي، تر څو پروژې د ټاکل شوو معيارونو سره سم تطبيق شي.
