کونړ ولایت کې د خاص کنړ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي ودانیزې چارې بیا پیل شوې
۱۴۴۷/۷/۱
د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند ودانیزې چارې بیا پیل شوې.
په دغه ولسوالۍ کې د مهاجرینو اړوند ښارګوټي هغه ودانیزې چارې چې د وروستۍ زلزلې له امله ځنډېدلې وې، یو ځل بیا پيل شوې.
یادې چارې چې د ښارګوټي د سړکونو او د اوبو د نل لیکو (بورونو) جوړولو پورې تړاو لري، چارې یې پیل شوې.
ټاکل شوې چې یادې چارې به په نږدې وخت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. له دې سره به د راستنو شوو مهاجرو لپاره د نومرو د وېش بهیر هم پيل شي، تر څو هغوی وکولای شي له اسانتیاوو څخه په منظم ډول ګټه واخلي.
د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت به د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي او یادې پروژې به په ټاکلي وخت بشپړې شي.
