د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه
۱۴۴۷/۶/۱۳
لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره د ځمکې په تثبیت کې خپل رول اداء کړ.
ښاغلی مولوي زاهد وایي، د لوگر ولایت د محترم مقام، اراضۍ، د اوبو او انرژۍ ریاست، د کور او ښار جوړولو ریاست او د ترانسپورت عمومي مدیریت د استازو په شتون کې د احصايې او معلومات ادارې ودانۍ د جوړېدو لپاره نیم جریب ځمکه تثبیت او لومړنۍ نقشه یې جوړه شوه.
دغه راز، هغه وایي، د ترانسپورت ترمینل د جوړېدو لپاره هم شپاړس جریبه ځمکه تثبیت او لومړنۍ نقشه یې جوړه شوه.
نوموړی وایي، د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ځای په غوراوي، د یادې ساحې د کروکي په اخیستلو، د نقاطو تعینولو او د نورو پلانونو سره تفکیک کولو برخه کې خپل رول ترسره کړ.
د معلوماتو له مخې، د لوګر ولایت د ترانسپورت عمومي مدیریت لخوا په ولسواليو کې ترمینلونه جوړېږي چې خوښۍ ولسوالۍ هم په کې شامله ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې ټولې چارې د منل شوو پلانونو او منل شوې نقشې له مخې ترسره شي، ترڅو د کیفیت او معیار له پلوه خوندي شي.
