د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۷
د ترانسپورت او ښاري پراختيا په برخه کې د لا شفافيت، اغېزمنتیا او معیار رامنځته کولو په موخه، د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس الحاج محمد مسعود د هدایت پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د ۱۴۰۴ کال د جوزا په ۲۷مه د میدان ښار ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي حاجي محمد مسعود وایي، ریاست یې، د یادې مهمې پروژې برنامه ساز او اصلي مالک ګڼل کېږي، چې په خبره یې یاده پروژه د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي اړتیاوو د ښه مدیریت او منظم ترانسپورتي سیستم د رامنځته کولو لپاره پیل شوې ده.
نوموړی وایي، دا مهال یې د لومړۍ مرحلې کارونه چې په کې د ساحې هوارول او چاپېریالي دېوال جوړول شامل دي، روان دي.
ښاغلی مسعود زیاتوي، د کتنې او څارنې په مهال جوته شوه، چې د یادې پروژې په چارو ک، په چاپېریالي دېوال سنګ کارۍ کې، کم ضخامته ډبرې کارول شوي، د هوارولو کمپکشن د نقشې او قرارداد له معیارونو سره سم نه دی شوی، د نقشې او ساحې ترمنځ د بنچ مارکونو (BM) توپیر؛ او د نقشې له مخې د احجامو او متراج ناسم تطابق ترسره شوی دی.
هغه وایي، قرار دادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د تخنیکي نقشې او قرارداد مطابق تنظیم او اصلاح کړي.
د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست ژمن دی، چې د ملي پروژو کیفیت ته لومړیتوب ورکړي او د ټولو تطبیقوونکو شرکتونو له چارو به دوامداره تخنیکي څارنه کوي.