د نیمه کاره پروژو په تړاو ناسته وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۱۴
د (۷۲۸) نیمه کاره پروژو د برخلیک ټاکلو کمیټې ناسته وکړه، چې یادې پروژې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند دي.
یاده کیمټه د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په مشرۍ جوړه شوې ده.
دغه ناسته چې مشري یې د ودانیو او ودانیزو تاسیساتو ریاست محترم رئیس انجنیر امان الله امیري په غاړه درلوده چې په دې ناسته کې محترم عبدالحمید ارین د مهندسي نظام رئیس، محترم عبدالوهاب صدیقي د برنامو د انسجام رئیس او نورو اړوندو ادارو استازو شتون در لود او د نیمه کاره پروژو په تړاو یې نظرونه شریک کړل.
په دې ناسته کې پریکړه وشوه، چې د دې وزارت اړوند د نیمه کاره پروژو لیست به د چارو محترمې ادارې ته واستوي.
د یادو پروژو چارې چې د تیر ادارې نه په نیمه کې پاتې دي، د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي، چې د دې پروژو چارې پیل کړي او پروژې بشپړې شي.