د ارغنداب ولسوالۍ د بازار د پراختیایي پلان لپاره ساحه کروکي شوه
۱۴۴۶/۶/۷
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي ملاداد ګل مسلم وايي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا یې د ارغنداب ولسوالۍ د بازار د پراختیايي پلان لپاره د ساحې څخه لیدنه وکړه او کروکي یې واخستله.
ښاغلي مولوي مسلم وویل، په پام کې لري چې د زابل ولایت د ولسوالیو لپاره پراختیايي پلان چمتو کړي، تر څو شته ستونزې حل شي.
د یادولو ده، د کور او ښار جوړولو وزارت په پام کې لري، چې یاده سروې د نورو ولایتونو په ولسوالیو کې هم تر سره کړي، چې د دې سروې سره به د ځمکو تثبیت، لوړ پوړیزو ودانیو کره معلومات، سوداګریزو مارکیټونوکره معلومات، هټیو معلومات، بازارونومعلومات او د بازارونو مسیر معلوم شي، چې په دې سره به هېوادوالو ته دایمي بوختیا پیدا شي، مارکیټونه به قانوني شي او د خلکو اقتصاد به پیاوړي شي
