په لوګر ولایت کې د ترانسپورت د امریت او لوړو زده کړو موسسې د ګدام نقشه ویزه او جوړه شوه

۱۴۴۵/۳/۲۴
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په دې کې د ترانسپورت د امریت او د لوړو زده کړو موسسې د ګدام نقشه ډیزاین او ویزه کړه.
د یادو تعمیرونو نقشې د لوړو زده کړو موسسې او په دې ولایت کې د ترانسپورت د امریت په غوښتنه په انجنیري اصولو برابرې طرحې، ډیزاین او ویزه شوې او همدارنګه د لوړو زده کړو موسسې د ګدام د تعمیرلومړنی براورد تر سره شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د تعمیرونو نقشې د انجنیري اصولو مطابق طرحه او ډیزاین کوي.
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.