د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له یو شمېر مراجعینو سره وکتل

17/02/1444
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د خپلو ورځنیو ناستو او لیدنو په دوام د هېوادوالو د غوښتنو او شکایتونو د حل په موخه له دوی سره وکتل.
په دې کتنه کې مراجعینو خپل شکایتونه او غوښتنې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د دوی د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني د ښاریانو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د مراجعینو ستونزې په اساسي ډول حل او د هغوی د غوښتنو په اړه لازم اقدامات وکړي.