د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې بشپړې شوې
۱۴۴۸/۱/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ایاس ریاست تخنیکي ټیم د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې بشپړې کړې.
یاد پلان د ۴۸۶ جریبه ځمکې په ساحه کې تطبیق شوی، چې په ترڅ کې یې د ۷۶۳ استوګنیزو نمرو وېش او تنظیم ترسره شوی دی.
د تخنیکي معلوماتو له مخې، یاد ښارګوټی د شاوخوا ۳۸۱۵ کسانو د استوګنې لپاره طرحه او ترتیب شوی، څو د مهاجرینو لپاره منظم، معیاري او پلان لرونکی استوګنیز چاپېریال برابر شي.
د مهاجرینو ښارګوټو د پلان جوړونې او تطبیق چارې د معیاري ښاري پراختیا او نافذه تخنیکي اصولو مطابق پر مخ وړل کېږي او په همدې اساس د یادو پروژو د کیفیت او تطبیق بهیر په دوامداره توګه څارل کېږي.
