په کور او ښار جوړولو وزارت کې د دیارلس میلیونه په ارزښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۵۳
.

۱۴۴۶/۵/۴
په کور او ښار جوړولو وزارت کې د (۱۳) میلیونه په ارزښت یوه پروژه د یو کال په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د دغه وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دیني اماکنو په ارزښت، خلکو د کار کولو زمینې برابرولو، د نظام پر خلاف د منفي تبلیغاتو مخنیوي، او نورو اړینو برخو کې خبرې وکړې.
ورپسې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایات محترم وزارت مرستیال مولوي صدیق الله د اسلام دین په دعوت، جهاد او هجرت، ملي یووالي او د الله پر دین د عمل کولو ګټې اهداف او اړتیاوې بیان کړې.
په دغه مراسمو کې د همدغه وزارت د علماؤ بورډ غړي محترم مولوي محمد طاهر انوري د انسان پیدایښت پر هدف، دنیا او اخرت او ابدي ژوند په تړاو هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
د خبرو په دوام، د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس مفتي احسان الله ابو الفیضان خبرې وکړې، چې په مساجدو کې د لمونځونو، د مکان او زمان په نسبت د عبادتونو بهتروالي او د الله دین په حکمت او نیکو مواعظو د خلکو وربللو باندې ورټولې وې.
په همدغه مجلس کې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، مساجد د اسلام له پیله د عبدات، سیاست، اقتصاد او وحدت ډګرونه وو او دي، چې په خبره یې مساجد د اسلام د اقتدار فکري او معنوي مرکزونه دي.
د مراسمو په پای کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، وویل، مساجد یوازې هغه کسان جوړوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ باور ولري.
ښاغلي نعماني، د زړنو، فکرونو او عملونو پر اصلاح ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې مساجد باید د اعمالو په لحاظ اباد شي.
هغه د وزارت له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په خپل وخت لمونځونو ته لاړ شي، سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو او اخلاقو برابر کړي.
نوموړي وویل، د اسلام فلسفه او سیاست له مسجد پیل شوی او په دغه وزارت کې هم مسجد په درې پوړونو کې جوړ شوی چې لومړی پوړ یې تدریسي او تعلیمي مرکز او پورته نور دوه پوړونه یې د عبادت لپاره ځانګړي شوي دي.
نظام، هېواد او الله ج ته ژمنتیا نور هغه موارد وو، چې د ښاغلي شیخ حمدالله نعماني خبرې پرې مزینې وې.
د کور او ښار جوړولو وزارت کې یو مسجد شریف په درې پوړونو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په یو وخت په کې (۸۰۰) لمونځ کوونکو لمونځ کولای شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت