په کابل، کاپیسا، سرپل او هرات کې د ځینو پلانونو او پروژو په اړه تصمیم ونیول شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۴۴
minister

۱۴۴۶/۰۴/ ۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ رهبري ناسته وشوه، چې په کې د وزارت مرستیالانو او نورو اړوندو رئیسانو او مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغه رهبري ناسته کې، په کابل او کاپیسا ولایتونو کې د ځینو پروژو د برخلیک معلومولو او په تړاو یې د راتلونکو اقداماتو خبرې وشوې.

دغه راز، په سرپل او هرات ولایتونو کې د پلانونو پر تعدیل او نه تعدیل خبرې وشوې، چې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د دغه وزارت سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو ساحو د تعدیل غوښتنه کېږي، چې له امله یې فساد ته زمینه برابرېږي.

نوموړي وویل، لازمه ده چې د اړتیا له مخې او د متخصصینو له نظر ورکولو وروسته مکمل لاین تعدیل شي، نه دا چې په نقطه یي توګه د پلان یا نقشې تعدیل وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې اړتیا ته په کتو د پلانونو پر تعدیل غور کوي او هڅه کوي چې خلکو ته د کاروبار او سوداګرۍ زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت