په هرات کې دوه تعلیمي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۳:۳۶
هرات

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې یو ۱۰ صنفي ښوونځی او د دې ولایت د مرکز په لومړۍ ناحیه کې د سلطان غیاث الدین غوري لیسې د ساینس لابراتوار ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل.

۱۰ صنفي ښوونځی پر ۹۰۶ متر مربع ځمکه په یو پوړ کې چې د ۳۹۷ متره په اوږد والي د احاطې دیوال، دروازه، پنځه غرفې، کثافت خونې، د سولر سیسټم او د ۱۰۰ متره په ژور والي د څښاک څاه په‌کې شامله دي د ۱۴ میلېون او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت او د ساینس لابراتوار ودانۍ پر ۱۰۵۰ متر مربع ځمکه په دوه پوړونو کې د ۲۶ میلېون افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړه شوې ده.

د ویلو ده چې د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت لومړیتوب دی او دا وزارت په پام کې لري د خصوصي سکټور په همکارۍ د ولایاتو په کچه د ښوونځیو جوړولو لړۍ لا ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت