په سرپل ولايت کې له ۲۰ جريبو څخه زیاته ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۹:۳۸
سرپل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په دوام دا ځل په سرپل ولايت کې ۲۱ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.

ياده ځمکه د سرپل ولايت د ګوسفندي ولسوالۍ په بلديان قريه کې له څو کلونو راهيسې د ځايي زورواکانو تر شخصي استفادې لاندې وه، خو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۰۰ زره جريبه ځمکه له غاصبينو خلاصه کړې چې له دې ډلې څخه ۶۴۶۰ جريبه يې په سرپل کې موقعيت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار تخنیکي ارزونه او د فعالیتونو کیفیت وڅېړل شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي کمېټې د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه او تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت