د کابل ښار د دشت برچي د شل زره کورنیو لپاره د اوبو رسولو پروژې د تطبیق پر څرنګوالي د همغږۍ غونډه ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۷:۵۵
کابل

دا غونډه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري چارو مرستیال محترم روښان ولسمل په مشرۍ او په پارلماني چارو کې د جمهوري ریاست سلاکاره محترمه کبرا مصطفوی، د UNOPS موسسي، د ډاینامیک ویژن شرکت، د کابل د اوبو رسولو ریاست او د خلکو استازو په ګډون د کابل ښار د دشت برچي د شل زره کورنیو لپاره د اوبو رسولو پروژې د تطبیق پر څرنګوالي ترسره شوه.

په سرکې، د UNOPS موسسې او اړونده مسوولینو له خوا د پروژې په اړه تخنیکي معلومات وړاندې شول او د دشت برچې سیمې د خلکو استازي د دې پروژې د تطبیق په اړه وویل چې د سیمې خلکو د زیر زمیني اوبو د کچې د ټیټوالي، او څښاک اوبو د څاګانو د وچوالي او د دې پروژې څخه د یو شمېر کسانو محرومیت د دې لامل شوي چې خلک د یادې پروژې د تطبیق پر وړاندې خنډ جوړ کړي او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه د دې پروژې د تطبیق لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري چارو مرستیال محترم روښان ولسمل د پروژې په تړاو د تخنیکي معلوماتو او شته ستونزو د اورېدو وروسته وویل چې دا پروژه د دشت برچې ۲۰ زره کورنیو لپاره په پام کې نیول شوې او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ د خلکو حق دی. محترم روښان ولسمل زیاته کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروژې د طرحې او ډیزاین د تعدیل او د دې پروژې د ښه تطبیق لپاره منطقي او تخنیکي حل لاره به په نظر کې ونیسي.

د ښاري چارو مرستیال د دشت برچي خلکو له استازي وغوښتل چې د سیمې د خلکو سره په تفاهم شته ستونزې حل او د دې مهمې او ټولګټې پروژې د تطبیق لپاره چې پایله یې د خلکو هوساینه ده لاره هواره کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري چارو مرستیال همدارنګه زیاته کړه چې د دې پروژې د مالي ستونزې د حل لپاره په کابل کې د جنوبي کوریا له سفارت سره به موضوع شریکه کړي او د اړتیا په صورت کې د یادې پروژې د ښه تطبیق لپاره جمهوري عالي مقام ته د پروژې د مالي ستونزې د حل لپاره یو مشخص وړاندیز واستوي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت