د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
قره باغ

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي عبدالمنان حقاني، د څارنې موخه د ښاري نظم تأمین، د خپلسرو ودانیو مخنیوی او د ښار جوړولو د اصولو پلي کول وبلل.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، په یادې ارزونه کې ګڼ شمېر خپلسرې ودانۍ، د ښار جوړولو له اصولو سرغړونې، او د عامه شتمنیو غصب ثبت شوی، چې له قانوني اصولو سره په ټکر کې دي.

نوموړی وایي، په سوداګریزو سیمو کې د استوګنې لپاره جوړې شوې ودانۍ، هدیرې، او شنې ساحې هم د خلکو له خوا غصب شوې دي، چې دا کار د ښاري نظم جدي نقض ګڼل کېږي.

هغه وایي، د تخنیکي ټیم غړو یې د قره‌ باغ له محترم ولسوال او ښاروال سره کتلي او د یادو مواردو په تړاو یې خبرې کړې دي.

همداراز، متخلفینو ته د عامه پوهاوي پیغامونه ورکړل شول، څو د قانون مراعت ته ژمن پاتې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د ښاري تخلفاتو پر وړاندې به له قانوني میکانیزمونو څخه په ګټې اخیستلو، جدي اقدامات ترسره کړي او د ښاري نظم د خوندي کولو لپاره به اړوند ارګانونه لا زیات همغږي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۱
Background image

په سرپل ولایت کې د ولایتي روغتون د رغنیزو چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ولایتي روغتون د رغنیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې قراردادي شرکت خپلې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د روحاني بابا ولسوالۍ د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۱۲
Background image

په بغلان ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د لومړۍ پراختیايي برخې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت