د بامیان ولایت د څلورو ولسوالیو تفصیلي پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره تسلیم شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۲
ولایت بامیان

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ټول هېواد په کچه انډوله پراختیا رامنځته کوي، چې له مخې یې دا ځل د بامیان ولایت څلور ولسوالیو ته د تفصیلي او ستراتیژیکو پراختیایي پلانونو رسمي سپارنه ترسره کړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بامیان ولایت د یکاولنګ، ورس، پنجاب او سیغان ولسوالیو لپاره نوي تفصیلي او ستراتیژیک جوړ شوي پلانونه، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اړوندو سیمه‌ ییزو چارواکو ته رسمي وسپارل.

په مراسمو کې، د امارتي او سیمه‌ییزو مقاماتو، د وزارت استازو او یو شمېر ټولنیزو فعالانو ونډه اخیستې وه، چې دغه ستر اقدام ترسره شو.

دغه پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له خوا د ساحې د تخنیکي سروې، ټولنیزو اړتیاوو او طبیعي شرایطو او نورو مطالعاتو په پام کې نیولو سره ترتیب شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تمه لري، چې د یکاولنګ، ورس، پنجاب او سیغان ولسوالیو لپاره جامع، متوازن او پرمختیایي تفصیلي پلانونه به، نه یوازې د اوسیدونکو د ژوند کیفیت لوړ کړي، بلکې د ښارونو منظم پرمختګ ته به هم لاره هواره کړي.

په دغو تفصیلي پلانونو کې د استوګنې، سوداګرۍ، اداري، صنعت، تفریح، ترانسپورت او نورو برخو ته مشخص ځایونه ټاکل شوي دي، چې د ښاري نظم، اقتصادي ودې، خدماتو ته د لاسرسي او چاپېریال ساتنې لپاره به اساسي چوکاټ برابر کړي.

د بامیان ولایت سیمه ‌ییزو چارواکو د وزارت له دې ابتکار او هڅو هرکلی وکړ او دا یې د ولایت د دوامداره پراختیا په لور یو مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د کابل–بګرام سړک د برېښنا لېږد د شبکې د مسیر د بدلون له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ په سیمه کې د کابل–بګرام سړک د جوړیدو سره هم مهاله د برېښنا لېږد د شبکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل–بګرام عمومي سړک د جوړیدو چارې د پرمختګ په حال کې دي او ورځ بلې ته چټکتیا مومي

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار پراختیا د محترم عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، تخنیکي ټیمونو د کابل– بګرام سړک د جوړیدو د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

په پنجشیر ولایت کې د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت