د شینډنډ ولسوالۍ د کانال جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۱۴
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ناظر د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ سوېل لوري او د معارف سړک شمال لوري د کانال جوړولو پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د سیم تاوولو، قالب تړلو او د اوسپنیز کانکریټ د اچولو بهیر وارزول شو او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، چې د کانکریټ د اچولو، موادو د کیفیت، قالب تړلو، او د تخنیکي نقشو د معیارونو په رعایتولو سره د پروژې چارې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې کړي.
