د الشفاء روغتون د دویمې برخې د کانکریټ اچونې له چارو تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۱/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې محترم عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د الشفاء روغتون د دویمې برخې پروژې، چې د صدارت څلورلارې په سیمه کې موقعیت لري، د کانکریټ اچونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د پنځم پوړ د «الف» برخې د ستنو او د موټرو تم ځای ودانۍ د زینې او لفټ د دیوالونو، د پنځم پوړ د «ب» برخې د ستنو او همدارنګه د بسترخونو ودانۍ د پنځم پوړ د چت د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې.
د لابراتوار ریاست تخنیکي پلاوي د کانکریټ کیفیت، د لېږد او اچونې طریقه، د مخلوط یوشانوالی، د تخنیکي اصولو رعایت او د اجرایي چارو کیفیت د پروژې د تخنیکي مشخصاتو له مخې وارزاوه او د تطبیق بهیر یې له نږدې وڅاره.
همدارنګه د کار د کیفیت د ساتنې او د ودانیزو معیارونو د پلي کېدو په موخه اجرایي ټیم ته لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې وړاندې شوې.
د ترسره شوې ارزونې له مخې، د کانکریټ اچونې چارې د تخنیکي څارنې لاندې د پروژې له معیارونو او تخنیکي اصولو سره سم پر مخ وړل شوې.
