د کابل ښار د څلورمې ناحیې په تایمني پروژه کې د ساختماني فعالیتونو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۱/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار څلورمې ناحیې د تایمني پروژې د لومړي، دویم او درېیم سړک ترمنځ ساحو څخه څارنه وکړه.
د یادې څارنې پر مهال هغه ساختماني پروژې و ارزول شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شویو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حریم د رعایت په برخه کې د احتمالي سرغړونو نښې پکې موجودې وې،همدارنګه د غیرقانوني کړکیو جوړولو اړوند موارد هم تر څېړنې لاندې ونیول شول.
له هغو مالکینو څخه چې د خپلو پروژو رسمي اسناد، جوازونه او اړوند مدارک یې نه وو وړاندې کړي، وغوښتل شول چې یاد اسناد د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو د تخنیکي او قانوني ارزونې وروسته، د هر ډول تثبیت شوي تخلف په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
د دغې څارنې موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د ښاري نظم پیاوړتیا، د ګاونډیانو د حقوقو او شخصي حریم ساتنه، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت ښه والی دی.
د یاد ریاست د کاري پلان له مخې به دا ډول څارنې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې په دوامداره او هدفمند ډول دوام ولري او د هر ډول تخلف پر وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.
