د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د هټیو د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۲۵
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند ښاروالۍ ریاست د هټیو د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د پروژې د خط اچونې او د سپلونو د کیندنې د چارو بهیر وکتل شو او د کار د کیفیت او تخنیکي معیارونو د تطبیق په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د تخنیکي ټیم له لوري ټینګار وشو چې د هټیو ټولې ودانیزې چارې باید د منظور شویو نقشو، د احجامو د برآورد او د تدارکاتي شرطنامې مطابق د انجینري اصولو په رڼا کې په معیاري ډول پر مخ یوړل شي.
د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې د ټولو ساختماني پروژو د کیفیت د لوړولو او مؤثرې څارنې په موخه به د نظارت بهیر په دوامداره توګه روان وي.
