په لغمان ولایت کې هم د ښاري تخلفاتو د مخنیوي هڅې او اقدامات پیل شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۲۴
لغمان ولایت

۱۴۴۷/۹/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د حکم له مخې، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ، د دغه وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم لغمان ولایت ته سفر وکړ.

یاد سفر د دې لپاره ترسره شو، چې په نوموړي ولایت کې د دویمو او درېیمو واحدونو د کړنو بهیر، د طرزالعمل او د فعالیتونو د پرمختګ کچه په هر اړخیز ډول وڅارل شي او دقیقه ارزونه ترې وشي.

دغه سفر د حساب ‌ورکولو د اصل د ټینګښت، د نظارت د پیاوړتیا او د اداري شفافیت د تأمین په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.

استول شوي پلاوي د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست سربېره د لغمان ولایت له محترم والي قاري بختیار معاذ او د دغه ولایت له محترم ښاروال مولوي رحمة‌الله شهامت سره لیدلي او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړې دي.

یاد کاري سفر په لغمان ولایت کې د نظارت د ټینګښت، د کړنو د کیفیت د لوړولو، د بین‌الاداري همغږۍ د پیاوړتیا او د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په موخه یو اغېزمن ګام بلل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تمه لري، چې د دغه سفر پایلې او لاسته راوړنې به په نوموړي ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي د بهیر د چټکتیا او د ښاري پلانونو د لا ښه او منظم تطبیق لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۰
Background image

له ۴۸ زره څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې پنجشنبې په ورځ د هېواد په اوو ولایتونو کې ۵۵۴ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۴

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د یوې ودانیزې پروژې له چارو یې تخنیکي څارنه او ارزونه وشوه.

د ساحوي ارزونې او د پروژې د پرمختګ د کچې د څېړنې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۱۶
Background image

په وردګ پوهنتون کې د بیارغونې او ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د وردګ پوهنتون اړوند د کرنې پوهنځي د بیارغونې پروژې، د لیلیې ودانۍ او د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو پروژو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت