د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو د کیفیت د ارزونې او تخنیکي څارنې بهیرعملي شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۳:۴۰
د یتیمانو ښارګوټی

۱۴۴۸/۰۸/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي له روانو ودانیزو چارو څخه هر اړخیزه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاد ښارګوټی چې د قطر هېواد د شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ له لوري تمویلېږي، د همدې بنسټ په مالي او تخنیکي ملاتړ تطبیقېږي او موخه یې د یتیمانو لپاره د معیاري، خوندي او دوامدار استوګنیز چاپېریال رامنځته کول دي.

د ترسره شوې څارنې پر مهال، د ښارګوټي په بېلابېلو برخو کې د ودانیزو بنسټونو قالب ‌بندي، پلسترکاري، خشتکاري، تهکاو، د استوګنیزو ودانیو رغنیزې چارې او د احاطوي دیوال ودانیز فعالیتونه په منظم او موازي ډول روان وو.

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دغو چارو تخنیکي ارزونه وکړه او د کیفیت د ښه والي، دوامدار جوړښت او تخنیکي معیارونو د پلي کېدو په موخه یې اړوند ساحوي انجنیر ته لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د کور او ښار جوړولو ریاست د معیاري ښاري پراختیا او دوامدارو ودانیزو پروژو د تضمین په موخه، د ټولو ساختماني چارو دوامداره تخنیکي څارنه کوي، څو پروژې د ملي او تخنیکي معیارونو له مخې په اغېزمن او اصولي ډول تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۲۸
Background image

لوګر کې د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک ودانیزې چارې تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت