په غور کې د ښاري سرغړونو څارنه تر سره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۵۳
غور

۱۴۴۷/۰۷/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د غور ولایت د مور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو ټیم د فیروزکوه ښار د هریرود شمالي او جنوبي ساحو څېړنه وکړه.

څېړنې وښودله چې ځینې استوګنیزې ساحې په عمل کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

د ساحې مالکان او کاروونکو ته هدایت ورکړل شوی چې خپلې ساحې د پلان سره سم برابرې کړي، که نه، د قانوني مسؤلیت ټول بار به پر دوی وي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست له خوا په هېواد کې دوامدار څارنه ترسره کېږي، تر څو ښارونه د پلان مطابق او د خلکو د حقونو ساتنې سره پرمختګ وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د ثبات او هوساینې په لور د چټک یون په پایله کې نورو  سلګونه کورنیو  هم د دایمي مېشتېدو په پار ځمکې ترلاسه کړې

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په لارښوونه او رهبرۍ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۷۷۳ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۴۱
Background image

په کابل ولایت کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروې چارې پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو،د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شا بابا مینې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت