هلمند ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي پنځه زره جریبه ځمکې ارزونه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۱:۱۴
..

3/8/1445

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي سید نېک محمد معتصم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړېدو او تنظیم چارې ګړندۍ کړې.

ښاغلی معتصم وایي، په یاد ولایت کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ښارګوټي د ځمکې هر اړخیزه ارزونه یې وکړه.

د نوموړي په خبره، هلمند کې د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو او انجنیرانو د پلاني ساحو څخه لیدنه کړې، چې په دې لیدنه کې د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي پنځه زره جریبه ځمکه بررسي او تثبیت شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي او مسلکي ټيمونه په ټولو ولایتونو کې د ښارګوټو او دولتي پروژو څخه څارنه کوي او د رغنیزو چارو ترسره کېدو په موخه چمتوالی نیسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت