د کور او ښار جوړولو وزارت په ولایتي ریاستونو کې د دیني ارشاداتو په موخه سیمنار جوړ شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۹:۲۷
pic

۱۴۴۵/۰۶/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد د دې وزارت په ولایتي ریاستونو کې د دینې ارشاداتو د تبلیغ او رسولو په موخه په ځینو ولایتونو کې د سیمنار جوړولو په پار سفر وکړ.
په دغه لړ کې ښاغلي مفتي عبدالاحد غزني، لوګر، میدان وردک، ننګرهار او لغمان ولایتونو سفر وکړ او هلته یې د اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته سیمنارونه ترتیب کړل.
په یادو علمي سیمنارونو کې تر ډېره د جهاد، له اسلامي نظام ملاتړ، اطاعت، امانت دارۍ او له خیانت څخه د ځان ساتلو په موخه علمي او دیني بیانونه شوي دي.
سیمنارونه په بشپړ اخلاص او پاک نیت د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو پّ تلاوت سره پیل شوي او بیا له مرکز تللي هیئت هر یو په خپل نوبت سره د قران کریم، نبوي احادیثو او فقه شریف په رڼا کې وینا وکړې.
په نبوي سنتو د صورت او سیرت برابرول، تقوا او پرهېزګاري، تعهد او د اسلام دین ته وفادار پاتې کېدل، حوصله او زغم، په ټولنه او مراجعینو سره نېک چلند، په خپل وخت د چارو ترسره کول، د خلکو په کارونو کې ځنډ او خنډ نه رامنځته کول، هغه موضوعات وو چې تر هر کارکوونکي ورسېدل او ټینګار پرې شوی چې باید په خپل ژوند کې یې عملي کړي.
دغه راز، د تېرو درسونو په تړاو د کار کوونکو ارزونه شوې، او فقه میسر، العقائد الاسلامیة او د دعوت او ارشاد مختصر نصاب (اساسات اسلام) کتابونه ټولو کار کوونکو ته ووېشل شول.
د هر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مدرس ته دنده وسپارل شوه، چې د اساسات اسلام کتاب، اداري کار کوونکو، مجاهدینو اوخدماتي کار کوونکو ته په رسمي وختونو کې تدریس کړي، تر څو خلک د الله تعالی د فرائضو له مزایاوو برخمن شي.
د هر سیمنار په پای کې د اړوندو ولایتونو رئیسانو او کار کوونکو د دعوت او ارشاد محترم رئیس مفتي عبدالاحد په مشرۍ له ورغلي هیئت مننه او درناوی وکړ.
 _____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh 
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126# 
 YouTube channel:
https://www.youtube.com/ 
Tel:
https://t.me/mudh_af
Web:
https://mudh.gov.af/dr
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د هلمند ولایت د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت او څارنه ترسره کړه.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د حوض د وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ښار د ستر جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د تاریخي حوض د وضعیت ارزونه او څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۴
Background image

مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر څه باندې اته دېرش زره ته پورته شو او دا لړۍ په چټکې دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تېره ورځ چهارشنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۷۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت