هرات کې له څه د باندې دوه سوه کورونو جوړولو له چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۶
picture

19/6/1445

هرات کې د کور او ښار جوړولو رئیس عبدالله اکبري وایي، انجنیرانو یې د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د (۲۲۰) کورونو جوړولو له پروژې څارنه وکړه.

دغه کورونه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د عزیزي خیریه بنسټ له لوري جوړېږي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ریاست یې څارنه او پالنه کوي.

ټاکل شوې چې یاد کورونه په هرات کې زلزله ځپلو کورنیو ته په وړیا توګه ووېشل شي.

هرات کې د کور او ښار جوړولو ریس ښاغلی عبدالله اکبري وایي، د یادو کورونو رغنیزې چارې تر ډېره بریده سرته رسېدلي، چې ځینې نورو باندې یې کار روان دی او د بشپړېدو په صورت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړی وایي، د مراقبت په مهال د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو ځینې نیمګړتیاوې په ګوته کړې چې د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلیت لري، چې خپلو هېوادوالو ته کیفیت لرونکي او معیاري کورونه او ودانۍ رامنځته کړي او دغه برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د هلمند ولایت د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت او څارنه ترسره کړه.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د حوض د وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ښار د ستر جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د تاریخي حوض د وضعیت ارزونه او څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۴
Background image

مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر څه باندې اته دېرش زره ته پورته شو او دا لړۍ په چټکې دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تېره ورځ چهارشنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۷۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت