د حضوري چمن د ملکیت د انتقال د ارزونې هیئت ناسته وشوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۵:۴۳
sdfg

۱۴۴۳/۰۹/۰۴

دغه ناسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په مشرۍ او د مالیې محترم وزارت، اطلاعات او فرهنګ محترم وزارت، د کابل محترمې ښاروالۍ ، د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړي محترمې ادارې او د تربیت بدني محترم ریاست د مسؤلینو په ګډون په ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې بحث وشو چې څنګه کېدای شي د حضوري چمن ملکیت د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې څخه د تربیت بدني ریاست ته انتقال شي.

د ښاغلي مولوي حمد الله نعماني په مشرۍ دغه هیئت یادونه وکړه چې حضوري چمن د هېواد له تاریخي ځایونو څخه دی چې باید ساتنه او پالنه یې وشي او په لا وده کې یې فعال رول ولوبول شي.

مولوي حمد الله نعماني وویل، حضوري چمن د تاریخي مخینې له پلوه د هېواد په کچه یو با ارزښته او مهم ځای دی چې په وینا یې که سم مدیریت شي او پالنه یې وشي د یوې ښې ګټورې او عایداتي سرچینې په توګه ترې کار اخیستل کېدای شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د حضوري چمن د ملکیت د انتقال په اړه زیاته کړه: ښه به دا وي چې یاد تاریخي ځای د تېر په څېر د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په واک کې پاتې شي او د ګټې اخیستنې لپاره دې یوه جامع طرحه جوړه شي چې هم خپل تاریخي حیثیت وساتي او هم په یوې عایداتي سرچینې بدل شي.

د اوس لپاره پرېکړه پر دې وشوه چې یاد هیئت به د حضوري چمن په اړه یوه طرحه جوړه کړي چې د ټولو له هوکړې وروسته به د پلې کېدا وړ وګرځي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د لوګر ولایت د یو شمېر سړکونو د جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۶

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارتي ټیم له لوري د لوګر، میدان وردګ ولایتونو د نښلوونکي سړک د دوهمې برخې او همدارنګه د لوګر ولایت په پایخېلو سیمه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۳
Background image

د هرات ښار ماسټرپلان د تخنیکي او قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د منظورۍ لپاره د ریاسة‌الوزراء محترم عالي مقام ته وړاندې شو

۱۴۴۸/۱/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د هرات ښار نوی ماسټرپلان د هر اړخیزو تخنیکي مطالعاتو، امکان ‌سنجونې، ساحوي ارزونو او د ښاري پراختیا د اړتیاوو او ظرفیتونو له بشپړې څېړنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پُل علم ښار د داخلي سړک د بیارغونې له چارو څخه نظارت ترسره شو

۶ / ۱ / ۱۴۴۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پُل علم ښار د داخلي سړک د بیارغونې له چارو څخه نظارت ترسره شو.

د پُل علم ښار د داخلي سړک د بیارغونې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت